سلامونه
له زیاتې مودې وروسته یو وار بیا دا دی ستاسې په چوپړ کې یم. زیاته موده کیده چې له انټرنټ څخه لیرې وم او لاسرسی مې ورته نه درلود. هیله من یم چې یو وار بیا وکړای شم ستاسو ګرانو ملګرو سره د زړه خواله وکړم.
په دومره اوږدې مودې کې په افغانستان کې ډیر څه پیښ شول او له بده مرغه ما هومره وخت هم پیدا نکړ چې د حالاتو په هکله چې ډیر څه مې په زړه کې وو، ویې لیکم. خیر، دا دی له دې وروسته به یو وار بیا په خپل ویبلاګ کې څه ناڅه ورزیات کړم.
دوستانو سلام،
له زېاتې مودې وروسته مې وخت پیدا کړ چې بیا هم وبلاګ ته سر ورښکاره کړم. که رښتیا ووایم په دغه موده کې دومره مصروف وم چې آن کله به مې د انټرنټ پاڼو د لیدلو وخت هم نه پیدا کاوه. په هر حال، هر څه چې وو، تیر شول. اوس به کوښښ وکړم چې یو وار بیا خپل وبلاګ تازه کړم او کله نا کله د زړه خواله له تاسو سره شریکه کړم.
د بیا پیل لپاره به د هغو دوه ماشومانو عکس په وبلاګ کې د نندارې لپاره وړاندې کړم چې څه موده مخکې مې د وزیراکبرخان په یوې کوڅې کې په موبایل اخیستی و. دوه ماشومان په مدرن او عصری ډیران کې د خواړو توکی لټوی.