کاری که بالاخره به پایان رسید!
طاقت فرسا بود و در عین حال خسته کن. با یکی از رادیوها قرارداد بسته بودم. باید در کنار کارها و مصروفیت های خودم، یکی از برنامه های آن را که افغانستان در چهار دهۀ اخیر نام داشت، ادیت و تصحیح می کردم. بیش از 2000 صفحه بود. هر "صاحب نظر" هر چه از دهنش برآمده بود، تایپیست آن را به همان شکل تایپ کرده و تحویلم داده بود. از اشتباهات املایی و انشایی دگه پرسان نکنین! در ابتدا حیران می ماندم کجای آن را ادیت کنم. متن را چند بار می خواندم و بعد از تلاش زیاد، چیزی از آن بیرون می کردم که مفهوم داشته باشد. برخی ها بسیار روده درازی کرده و یک مطلب را چند بار ذکر کرده بودند و باید من آن را به حافظه می سپردم که بار دیگر تکرار نشود. برخی از روزها بعد از آنکه از دفتر فارغ می شدم، به مجرد رسیدن به خانه پشت کمپیوتر می نشستم و به ادیت آن شروع می کردم. اگر برق لعنتی می بود، که خوب، در غیر آن باید به سراغ جنراتور می رفتم و همسایگان را با صدای گوشخراش آن تا نیمه های شب اذیت می کردم.
قرار است این برنامۀ رادیویی به شکل کتاب (دری و پشتو) به چاپ برسد. ادیت آن ماه ها را در بر گرفت تا اینکه به پایان رسید. واقعاً خسته شده بودم. وقتی کار ادیت تمام شد، ادارۀ رادیو از من خواست تا کار ترجمۀ آن را هم انجام دهم. با آنکه بهانه آوردم و معذرت خواستم، ایلا دادنی ام نبودند. از ادیت 2000 صفحه ای برنامه، 500 صفحه برای ترجمه مانده بود. ترجمۀ دری و پشتوی آن را که باید در حداکثر سه ماه تمام می کردم، چند ماه را در بر گرفت، زیرا کارهای دیگر و از جمله مریضی مانع از ترجمۀ آن می شد.
ادیت و ترجمۀ این برنامه نیز کاری بود که بالاخره به پایان رسید، ولی آنقدر خسته ام کرد که نپرسید. دیگران وقتی از دفتر فارغ می شوند و به خانه می روند، احساس خوشی می کنند، اما من وقتی در موتر به سوی خانه در حرکت هستم، دلم شور می زند که کدام کار را باید اول انجام دهم. خوشحالم از این که لااقل سنگینی کار ادیت و ترجمۀ کتاب به پایان رسید و اکنون باید ترجمه و ادیت یکی از کتاب های قطور یکی از نویسندگان مشهور را به پایان برسانیم. این کتاب را به شکل مشترک ترجمه می کنیم. وقتی کار آن به پایان رسید، شما را هم بی نصیب نخواهم ماند.
زما د مینې ماشومان
د کونړ د سیند تر څنګ، د ننګرهار ولایت خیوې ولسوالۍ ته نږدې یو پشه یی ماشوم په داسې حال کې له خپلو همزولو سره لامبو ته راغلی چې زړې او شلیدلې جامې یې اغوستې وی. د هغه پر جامو باندې د خیرې پوښتنه خو اډو کوئ مه. جامې یې دومره خیرنې وې چې شاید هیڅکله پرېمینځل شوی نه وی. د دغه ماشوم نړۍ ښایی د کونړ سیند، لامبو او شلیدلې جامې وی.
د جمعې په ورځ له خپلو دوستانو سره جلال آباد ته تللی وم. هوا دومره ګرمه وه چې بالاخره مجبوره شولو لامبو ته ولاړ شو. زموږ یو ملګری د خیوې اوسیدونکی دی، هغه وویل چې د لامبو لپاره به د کونړ سیند ته ولاړ شو. کله چې موږ هلته ورسیدو، څو ماشومانو لامبو کوله، چې په منځ کې یې دغه ماشوم هم و. کله چې ما د هغه عکس اخیست، باور یې نه کاوه. ما ورڅخه وغوښتل چې دلته راشه چې عکس دې واخلم. زما په خبره پوه نشو، یو بل هلک ورته په پشه یی ژبه وویل چې عکس درله اخلی. مسکی شو او نږدې راغی.
ښایی دا د هغه د ژوندانه لومړنی عکس وی، ځکه چیرې او چا به له دې مخکې د هغه عکس اخیستی وی؟ او ښایی دغه عکس اخیستل د هغه لپاره یوه خاطره وی.
زما د یادونو ځانګو د اور په لمبو کې
باجوړ زما د یادونو او ماشومتوب ځانګو ده. ښه مې په یاد دی چې هغه وخت زموږ د کور شاوخوا یوازې یو یا دوه کورونه وو. هرې خوا ته بس ښکلا او ښایست پروت و. نه شور و، نه دوړه، نه موټرې او نه سوځول او وژل. د باجوړ غاټول، ریدی، شړشم، جوار، غنم، ښکلې هوا، خْوَړ، اوبه، سهار، مازیګر، شپه او ورځ ښایسته وه. د هرې ورځ په تیریدو سره به نوی کډوال راتلل او زموږ د کور شاوخوا ته چې یو وخت د کر ځمکې وې، کورونه جوړول. افغان کډوال دومره زیات شول چې زموږ د سیمې په بازار کې چې هغه وخت په کې یوازې د انبالی خان یو دوکان و، مارکیټونه او آن د میچې، مالګې، څپلکو او کنګل فابریکې جوړې شوې او د څو کلینیکونو او درملتونونو خاوند شو. دغه بازار د عمری بازار په نوم مشهور و چې له ډمه ډولې نه زیات واټن نه لری. ډمه ډوله هغه سیمه ده چې څه موده وړاندې تر امریکایی هوایی برید لاندې راغله.
زه به هر سهار له خپل پلار او تره سره د افغان مهاجرو یوه ښوونځی ته چې په جومات کې و، تللم. پلار مې په ښوونځی کې سرمعلم و او تره مې په دریم ټولګی کې و. کله به مې ژړل او بهانې به مې کولې چې نه ځم، ځکه تر هغه ځایه لاره زیاته وه او زه چې ماشوم وم، ستړی کیدم. خو کله چې به رخصت شولو، له نورو ماشومانو سره یو ځای په خندا او خوشحالۍ د کور خوا ته روانیدو او وچه ډوډۍ چې په بکسو کې به مو له ځانه سره راوړې وه، خوړله. دا زموږ تر ټولو ښه خواړه وو. هغه مهال نه چا جوس پیژانده او نه لنچ باکس. زموږ کوچنۍ نړۍ پر وچې ډوډۍ آباده وه. له ښوونځی وروسته به مو له نورو ماشومانو سره خپلې بزې (وزې) خْټْکی ته د څر لپاره خیژولې او هلته به مو لوبې کولې.
زموږ کورنۍ په باجوړ کې پاتې شوه او زه د زده کړې لپاره له باجوړه لیرې د پاکستان سویل ته ولاړم، خو باجوړ زما په زړه کې ځای درلود. ما له باجوړ سره مینه درلوده او راباندې ګران و او هیڅکله به مې له یاده نه وت. کله چې به باجوړ ته راستون شوم، هماغه د ماشومتوب وختونه به مې را په یاد شول. له خپلو ترونو او نورو خپلوانو سره به خوَړ ته تللم، خْټکی ته به ختلم او د خپلو خپلوانو کره به تللم. د شپې په یوولس بجو به بهر ته وتلو او کله چې به هوا ګرمه وه، د لامبو لپاره به خْوَړ ته تللو. د هیچا په زړه کې ویره او ډار نه و. ټولو خپل ژوند په ورورګلوۍ او سولې کې تیروه. باجوړ د سولې او امن ځانګو وه. زموږ د کور پر بلۍ (بام) به غاټول شنه کیدل.
په 1994 کې چې کله باجوړ ته ولاړم، باجوړ د جګړې ډګر ته ورته والی پیدا کړی و. هغه خْټْکی (پاڼ ته ورته غونډۍ چې باجوړو ورته خْټکی وایه) په سمڅو بدل شوی و. تورپټکو (پاکستانی طالبان) په هر ځای کې مورچلې کیندلې وې. لسګونه باجوړیان او افغان کډوال د تورپټکو او پاکستانی ملیشو په نښتو کې وژل شوی وو. ویر پر خلکو سیوری غوړولی و. باجوړ له توپان څخه مخکې آرامۍ ته شباهت درلود. د تورپټکیو تورې ورځې تیرې شوې او باجوړ یو وار بیا د غاټول ګلانو ته د هرکلی په حال کې و. د شړشمو ګلانو بیا پر باجوړ ژیړه لمن خپره کړه، غرونه او رغونه شنه شول، خْټْکی هم شین شو او موږ به د ماشومتوب وختونه په کې تازه کول، هر مازیګر به ورختلو او د عمری بازار، عنایت کلی، کمر سر، ډمه ډولې او نورو سیمو د ښکلا نظاره به مو کوله.
خو چا داسې ګومان کاوه چې باجوړ به وسوځی او د سلګونو کلونو میشت خلک به یې کډوالۍ ته اړ شی؟ نن هغه باجوړ چې خلکو به په سندرو کې یادوه او ګلان یې مشهور وو، د ترهګرو او پاکستانی پوځ په جګړه کې سوځی، نور د غاټول او ریدی ګلونه د خلکو پر بلیو نه شنه کیږی، نور خلک خْوَړ ته د لامبو لپاره تللی نشی، خْټْکی بیا په مورچلو بدل شوی او له باجوړ نه شین لوګی پورته کیږی...
زما د یادونو ځانګو سوځی، خو هیڅوک پرې زړه نه سوځوی. ځینې خو لا خوشحاله دی چې ښه شو پښتانه نور هم تباه شول...