د چه ګوارا په یاد !
یوه چا غږ وکړ: دلاوره پاڅه!
او سړی هماغسې لویدلی و
دوو تنو غږ وکړ: دلاوره پاڅه!
او سړی هماغسې لویدلی و
لسګونو او سلګونو پرې غږ وکړ:
دلاوره پاڅه!
او سړی هماغسې پروت و
زرګونو پرې غږ وکړ: دلاوره پاڅه!
او سړی هماغسې پروت و
د هیواد ټول وګړی راټول شول
سترګې یې له اوښکو ډکې پر هغه یې غږ وکړ:
دلاوره پاڅه!
او سړی پاڅید
لومړی کس ته یې کوګۍ ورکړه
او په لاره روان شو.
ګبریل ګارسیا مارکز
ژباړه: شفیع اتل